• Home
  • خپل ځان

خپل ځان

Posted: 23:14, by naeemswat .

Categories:

Share:

انساني فطرت هم ډېر عجیبه دے کله د خپل ځان سوچونه کوي اوکله د ځان نه ورته د هغه څه سوچونه کوي چې د هغې سره یې یو فیصد تعلق هم نه وي خو ولې دغه سوچونه د هغه په هر رګ کښې داسې موجونه وهي لکه چې دا د دغه انسان د بدن یوه ازلي برخه وي ـ ارمانونه د هرچا وي او دغه ارمانونه پوره کول هم د هر انسان خواهش وي چې پکښې ډېر داسې هم وي چې پوره شي او ډېر د نه پوره کېدو له کبله انسان د مرګ په ابدي خوب ویده کړي ـ
په هم دغه ارمانونو کښې یو ارمان شهرت هم دے چې د دې معاشرې هر وګړے يې په زړۀ کښې لري او د دې د پوره کولو دپاره هر جایز او ناجایزه کارونو ته ملا هم تړي ـ په پښتنو کښې دغه مرض لږ زیات په نظر راځي ـ د انسان په عمومي تاریخ که نظر واچولے شي نو ډېر خلک مشهور شوي دي او ډېر پکښې داسې هم دي چې د غېرمعمولي کارونو د کولو باوجود د دنیا د تاریخ نه پټ پاتې شوي دي او د تاریخ پاڼې د هغوي په اړه هېڅ ذکر نه لري ـ دا د دغه خلکو بدبختي وګڼو او که خوش بختي خو دا یو کوټلے حقیقت دے چې ډېر خلک د ډېر وړوکي کار د کولو په سبب مشهور شوي دي او په نړۍ کښې يې نوم ګټلے دے او ډېر خو پکښې داسې هم دي چې دغه کارونه يې پخپله نه دي کړي خو ولې بیا هم تاریخ د دغه خلکو نوم ډېر په عزت او درناوي سره تر اوسه یادوي ـ زۀ دلته د دغه خلکو د نومونو ذکر ځکه نه کووم چې ډېر خلک به ورسره مینه لري او د دوي مینه حق هم ده ځکه چې تاریخ ورته د یو اتل (هیرو) په شکل کښې ښودلي دي ـ دوېم قسم خلک داسې هم دي چې خپل ځان يې د تاریخ نه لرې ساتلے دے خو ولې بیا هم ډېر خلک ترې خبر دي چې دغه خلک څومره د لوے مقام حقدار وو، دي او وي به ـ
په نن دور کښې هم داسې ډېر خلک په نظر راځي چې زۀ ورته په ډاګه د شهرت وږي وایم ـ دغه خلک هم مختلف شکلونه او قسمونه لري او د هر انسان مخې ته هره ورځ او هر وخت دغه خلک په مختلفو شکلونو کښې په نظر راځي ـ اوس هم ورسره ډېر خلک مینه لري او ډېر چې يې د حقیقتونو نه خبر شي نو نفرت ترې کوي او نورو خلکو ته هم دغه خواست کوي چې خپل ځان د دغه خلکو نه لرې وساتي ـ
خو ولې د دغه خلکو په مقابله کښې بل قسم خلک داسې هم دي چې کار روزګار او خدمت بغېر د څۀ لالچ نه کوي ـ ډېر پکښې په مخصوصو خلکو کښې مشهور هم دي خو ولې ډېر پټ دي او د نړۍ خلک يې صرف کار ويني او د نوم نه يې خبر دي نور که په مخه ورله ورشي نو هم پېژني يې نه ­ـ دغه خلک په دې حالت خوشحاله هم دي ځکه چې شهرت ځان له یوه بیماري ده او چې څوک هم پرې اخته شوي دي نو بیا ترې تنګ وي ځکه چې د شهرت تقاضې هم ډېرې وي ـ د هر بنده که پېژندګلو وي او کنه خو خیال ساتل يې د دغه بنده مجبوري وي ځکه چې بیا يې شهرت ته نقصان رسي او دا نقصان هغه کله هم نه شي برداشت کولے ـ

My Pet

My Pet
Share Pix of Your Pet

.

.
Naeem Khan's Blog

.

ABC ABC ABC ABC ABC

Subscribe now!